د کانونو او پترولیم وزارت وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې اجرایوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان سفیر سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د پرمختګونو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې شوي دي.
شیخ شهاب الدین دلاور ترکمنستان د افغانستان یو ښه ګاونډی او ورور هېواد بللی او ویلي يي دي؛ له ترکمنستان او نورو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراختیا د اسلامي امارت د بهرنۍ تګلارې له لومړیتوبو څخه دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د ټاپي پروژې پلي کېدنه نه یوازې د افغانانو، بلکې د درې واړو هېوادونو په ګټه ده او په افغانستان کې یې د پلي کېدو پر وړاندې هېڅ خنډ نه شته.
د ټاپي پروژې اجرایوي رییس د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو، په ځانګړي توګه د عملي او تخنیکي اړخونو راتلونکي ګامونه روښانه کړي دي.
لیدنه کې دواړو اړخونو د کارونو پر لا چټکتیا خبرې کړي او هوکړه یې کړې، چې د پروژې د ټولو اړخونو د ښې همغږۍ په موخه به کاري ډلې جوړې کړي.
همداراز په یاده لیدنه کې په ډاګه شوې، چې د ټاپي پروژې پلي کېدا به نړیوالې ټولنې ته دا څرګنده کړي چې په افغانستان کې د پانګونې او کارموندنې لپاره فرصتونه شته.
ښاغلي دلاور د ټاپي پروژې په برخه کې د ترکمنستان له تلپاتې ملاتړ څخه مننه کړې او د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ یې د پروژې په ژر پلي کېدو یې ټینګار کړی.