ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت د خوراکي توکو په بیو کې ۰,۳ سلنه ټیټوالی راغلی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د لګښتي توکو د بیو شاخص د میاشتني پړسوب کچه د روان کال په وري میاشت کې ۰,۹ سلنه لوړوالی ښيي.
دغه لوړوالی تر ډېره د خوراکي توکو (غوړیو، سابو او مصالو) او په غیر خوراکي توکو (د جامو او کور وسایلو) د شاخص د بیو د لوړوالی له امله دی.
د یادې ادارې د معلوماتو پر اساس، د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې د تېر کال همدې میاشتې په پرتله بیا ټکي په ټکي ۶,۳ پړسوب موندلی.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په وینا؛ په وري میاشتې کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰,۳ سلنه ټیټوالی راغلی چې د غوښې په بیو کې ۳,۴سلنه، میوو ۰,۹ سلنه او د نوشابو په بیو کې ۲,۶ سلنه دی، خو د غیر خوراکي توکو په بیو کې ۱,۸ سلنه زیاتوالی راغلی چې په جامو کې ۶,۲ سلنه او د کور وسایلو کې ۳,۳ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ منځنی ارزښت ۷۱,۸ افغانۍ و، په داسې حال کې چې د سلواغې په میاشت کې دا ارزښت ۷۲,۱ افغانۍ و.
که د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې ۱۷,۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.