ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: په اسلامي نظام کې هېڅ ډول توپیري چلند او قوم پالنه ځای نه لري

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هزاره قوم یو شمېر مشرانو، علماوو او ځوانانو سره
په سپيدار ماڼۍ کې لېدنه کړې.
په دې لیدنه کې د هزاره قوم مشرانو د اسلامي امارت د تېرو څه کم درې کالولاسته راوړنې او پرمختګونه ستایلي او له اسلامي نظام سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.
یادو مشرانو د هزاره قوم د ستونزو حل ته د پاملرنې ترڅنګ د خپلو حقوقي ستونزو او دوسیو د حل غوښتنه کړې او ویلي یې دي، دوی د اسلامي نظام په عدالت باور لري.
هغوی زیاته کړې، په افغانستان کې، مذهبي او ژبني تعصبات، نفاق، قومي ټیکه داري او د قومونو جنګول ختم شوي او د یووالي لپاره کار کېږي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، په اسلامي نظام کې هیڅ ډول تبعیض، تعصب او قوم پالنه ځای نه لري، بلکې بنسټ یې خلکو ته خدمت کول دي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان او اسلامي نظام ټولو افغانانو پورې اړوند دی او د اسلامي شریعت په رڼا کې عدالت په ټولو یو شان پلی کېږي.
په اسلامي امارت کې هیڅوک د چا حق نشي خوړلی او که څوک د خپل حق د تلف کېدو اندېښنه ولري، محاکمو ته دې مراجعه وکړي، محاکم په پوره ازادې خپل کار مخته وړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، په افغانستان کې قومي، سمتي او ژبنی تعصب او نفاق ځای نه لري، ټول افغانان دې په ګډه د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړي.