ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې ښه همکاري لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا د ملي ټولنو نړیوال غورځنګ په مناسبت د (بشریت ژوندي ساتل) په عنوان جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.

په دې غونډه کې د کابینې یو شمېر غړو، د سرې میاشتې ادارې رهبري، په کابل کې د سره صلیب او یو شمېر نورو ادارو مسولینو او رضاکارانو ګډون کړی و.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ نن د (بشریت ژوندي ساتل) عنوان په نامه دا ناسته له دې امله مهمه ده، چې د افغانستان او فلسطین په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د سرې میاشتې او سره صلیب فعالیتونو ته په میلونونو خلک اړتیاوې لري، د دوی د فعالیتونو له امله د میلونونو خلکو ژوند ژغورل شوی او دا بهیر لا روان دی.

د نوموړي په وینا؛ سره صلیب او سرې میاشتې دواړو ادارو په سختو حالاتو کې د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره کار کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او په افغانستان کې یې د رضاکارانو له فعالیتونو او خدمت څخه مننه کوي.

سیاسي مرستیال؛ د اسلامي امارت په راتګ سره که څه هم چې د جګړې ټغر ټول شوی او سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی، خو لا هم په میلونونو افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ په تېرو څه کم دریو کالو کې د اقتصادي ثبات په موخه، د افغانستان په مختلفو برخو کې بنسټزې پروژې عملي شوي او یا د عملي کېدو په حال کې دي.

نوموړي دغه راز ویلي، اسلامي امارت په سیمه کې د اقتصادي فرصتونو څخه د استفادې سیاست غوره کړی دی او دا مهال د سیمې له هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د متقابل درناوی په رعایتولو سره له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او بهرنی سیاست یې له نړیوالو سره پر ښو اړیکو او همکاریو ولاړ دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ زموږ پر بانکي سیستم د محدودیتونو وضع کېدل، د بهرنیو مرستو کمښت او اقتصادي ننګونې وضعیت پیچلی کوي او د اسلامي امارت فعالیتونه محدودوي، اړتیا ده چې پر بانکي سیستم محدودیت پای ته ورسېږي.

نوموړي، په لرو پرتو سیمو کې د مرستو رسولو او نورو خیریه او بنسټیزو چارو ترسره کول مهم بللي او هیله یې څرګنده کړې، چې نړیوالې ادارې په دې برخه کې کار وکړي.