د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یو خصوصي شرکت له رییس انجنیر برهان الدین او د دې شرکت یو شمېر همکارانو او د سافټویرونو انجنیرانو سره لیدنه کړې.
د یاد شرکت رییس انجنیر برهان الدین د دغه شرکت له لوري د جوړو شویو سافټویرونو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي دي.
نوموړي ویلي؛ هېواد کې د سافټویرونو په برخه کې ښه ظرفیتونه شتون لري او هغوی ته د زمینې برابرولو په صورت کې به هېوادوالو او د حکومت الکترونیکي سیستم ته ښه خدمتونه برابر کړي.
همدارنګه نوموړي د بانکدارۍ او انلاین پېر او پلور په برخو کې د دې شرکت له لوري د جوړو شویو سافټویرونو یادونه او له دې سافټویرونو څخه ګټه اخیستنې ته د زمینې برابرېدو غوښتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت له ټولو امکاناتو سره د برېښنايي حکومتولۍ د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو څخه د استفادې لپاره هلې ځلې کوي.
مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو کړنې او لاسته راوړنې ستایلي او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت د دغه ډول کړنو د پراختیا او د ځوانانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه خپلې هڅې نه درېغوي.