ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو وزارت: متحده عربي اماراتو کې د ۴۲ افغان بندیانو د خلاصون پرېکړه شوې

د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په لارښوونه او همغږۍ په کوربه هېواد کې د افغانستان سفارت د پرلپسې هڅو په پایله کې ۴۲ کسه افغانان چې د یاد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بندیان و، د اماراتو حکومت د مشرتابه د عفوې له فرمان څخه برخمن شول چې یو تعداد یې ازاد او پاتې کسان به په نېږدې راتلونکې کې ازاد شي.

 یاد وزارت زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو وګړو له احوال څخه ځان باخبره وساتي او د هغوی د ستونزو د حل په موخه به کوټلي ګامونه اخلي.