ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره: تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۲ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره میاشت (د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۲ زره او ۹۴۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۶۸ زره او ۹۳۶ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹ رزه او ۷۰۳ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۳ زره او ۱۱ ټنه او دخواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې یو زر او ۲۹۰ ټنه انتقالات شوي دي، چې ټول ۳۵۲ زره او ۹۴۰ ټنه نفتي، غیر نفتي، معدنې ډبرې او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، چې په تېره میاشت کې له هېواد څخه پينځه زره او ۹۲۹ مټریک ټنه صادرات او ټرانزیټ شوي دي، د صادراتو لویه برخه وچه مېوه، د انارو جوس او معدني ډبرې دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.