ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر زین العابدین عابد: د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له نړیوالو موسسو سره ژمنه ده

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له مرستیال (Harald Mannhardt)  سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دې ادارې یو شمېر رییسانو او متخصصینو هم ګډون کړی او په بېلابېلو چاپېریالي موضوعاتو خبرې شوي دي.

په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسۍ مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد د دې ادارې د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ افغانستان د اقلیمي بدلون څخه اغېزمن هېواد دی او د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو زیانونه په مستقیم ډول په عامو خلکو او محلي ټولنو اغیزه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اقلیمي بدلون ننګونو ته د رسېدو لپاره ګډو اقداماتو ته اړتیا ده او د ټولو اړخونو ګډ کار او همکارۍ ته ضرورت لري، ځکه اقلیمي بدلون یوه نړیواله ستونزه ده، که چېرې افغانستان سره په دې برخه کې همکاري ونشي؛ نو نړیوال به هم ترې خوندي نه وي او بیا به ونشو کولی راتلونکي کې د پېښیدونکو خطراتو مخه ونیسو.

ښاغلي عابد همداراز ویلي؛ اوسمهال په ټول افغانستان کې سراسري امنیت دی او کار کولو ته ښه زمینه برابره ده، د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې له نړیوالو موسسو سره هر ډول کارکولو ته ژمنه ده.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې مرستیال د خوړو نړیوال پروګرام له مرستیال څخه غوښتنه کړې، چې د لنډمهاله پروژو پرځای اوږدمهاله او ګټورې پروژې پلي کړي.

ډاکټر زین العابدین عابد وړاندیز کړی، چې په ټولو ولایتونو کې د چاپېریال ساتني ملي ادارې ۲۰ جریبه ځمکي شتون لري او دوی چمتو دي د خوړو نړیوال سازمان ته یې د نیالګیو قوریو د جوړولو لپاره په واک کې ورکړي، ترڅو په دې سره هر ولایت د نیالګیو په برخه کي پر خپل ځان بسیا او سمسور شي.

 د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال (Harald Mannhardt) هم د خپلو فعالیتونو په ویلي:WFP  په افغانستان د غذایي خوندیتوب په شمول د مختلفو چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې کار کوي.

نوموړي ژمنه کړې چې د دې ادارې د ځنډول شوو پروژو د بیا پیل لپاره به هڅې وکړي او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره یې د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د اقلیمي بدلون او چاپيریال اړوند مسایل سیاسي نه دي او موږ به کوښښ وکړو چې نړیوال ډونران په افغانستان کي د اقلیمي بدلون اړوند پروژو پلې کېدو ته وهڅوو او هڅه به مو په افغانستان کې پر اوږدمهاله او بنسټیزو پروژو وي.