د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت یو شمېر علماوو او سپین ږیرو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې علماوو د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه یې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.
نوموړو ویلي؛ په دې ولایت کې امنیت په بشپړ ډول ټینګ شوی دی او ځایي مسولین خلکو ته د خدمت کولو او د هغوی د ستونزو لمنځه وړلو لپاره هڅه کوي.
همداراز له اسلامي امارت څخه یې په لرې پرتو سیمو کې د دیني مدارسو، ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونو جوړولو او د لویو لارو په ځانګړي ډول د هرات ـ فاریاب حلقوي سړک چې د یاد ولایت د اقتصادي ودې په پراختیا کې مهم ګڼل کېږي، د بیارغونې غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د سراسري امنیت ټینګښت او د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي همداراز زیاته کړې، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې شویو وړاندیزونو ته رسېدنه وکړي.