د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو راپور وړاندې کړی دی.
وروسته د لوړو زده کړو، ماليې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو پر اړوند موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې برخه کې لازم تصميمونه نیول شوي دي.
د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه بېلابېلو کمېټو ته دنده وسپارل شوه.