ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو په شتون کې پنجشېر کې لویه ولسي غونډه دایره شوې

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير پنجشېر ولایت ته د خپل سفر پر مهال په يوې لويې ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې ولسي غونډه کې، د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شېخ محمد خالد حنفي, د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نور الدین عزیزي، د پنجشېر والي محمد اغا حکیمي، ولایتي مسولینو او د پنجشېر ولایت د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو، علمای کرامو او مجاهدینو هم ګډون کړی و.

د پنجشېر قومي مشرانو او علمای کرامو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او په دغه ولایت کې یې له محلي حکومتولۍ، خدماتي چارو ترسره کولو او مثبتو بدلونونو څخه خوښي ښودلې.

قومي مشرانو او علماوو د خپلو خبرو پر مهال له اسلامي نظام څخه په ملاتړ د ټینګار ترڅنګ ویلي، ولسونه له ازمایل شویو پخوانیو څېرو په تنګ شوي وو او ملاتړ یې نه کوي.

يادو علمای کرامو زياته کړې؛ خلک په هېڅ صورت د انارشۍ، زورواکۍ او غصب تکرار نه غواړي او بهر ته په تللو پخوانيو چارواکو يې غږ کړی، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

قومي مشرانو د اسلامي امارت له لوري ټولنیز عدالت ته پر پام ټینګار کړې او په پنجشېر کې یې کارموندنې، د پراختیايي پروژو پلي کېدو او اقتصادي پياوړتیا ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

د پنجشېر د ځوانانو استازي د نوي نسل ځواک او ظرفيت د هېواد د خپلواکۍ سبب بللی او ویلي يي دي، ځوان نسل د دښمن د دسیسو مخه ډب کړې او له اسلامي امارت څخه یې ځوانانو ته د لا زياتې پاملرنې غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له اسلامي امارت سره د پنجشېر د ولسونو له همکارۍ په مننې ویلي، حکومت د پخواني شوروي اتحاد او غرب پر وړاندې جهادونو ته یو شان ارزښت ورکوي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ د دواړو جهادونو موخه په افغانستان کې د اشغال پای او د اسلامي نظام حاکمیت و، چې له نیکه مرغه اسلامي امارت دواړه موخې ترلاسه کړي او د اشغال له پاي ته رسېدو وروسته افغانان له ژبنیو، سمتي او مذهبي اختلافاتو او جګړو سره مخ نه دي.

نوموړي رښتیني مجاهدین د اسلامي امارت پلویان بللي او له څو غرب پلوو پرته یې افغان ملت د اسلامي نظام خواخوږی یاد کړی دی.

سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ له افغانستان څخه د بهرنیانو له وتلو وروسته د افغانانو ترمنځ د واټن رامنځته کېدو وسیله نشته او د پنجشېر ولایت مخورو او علماوو ته یې په خطاب کې ویلي، له هېواده وتلو پخوانیو چارواکو ته د حکومت په استازولۍ د راتګ بلنه ورکړئ او زياته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د هغوی د هرکلي ترڅنګ ورته د عزت په سترګه هم ګوري.

نوموړي د اسلامي امارت د پالیسۍ په یادولو سره څرګنده کړې، هیڅوک په هېواد کې د ګډوډۍ رامنځته کولو او د نورو پر وړاندې د افغان خاورې استفاده کولو اجازه نه لري او ویلي يي دي، افغان حکومت له ګاونډیو، سيمې هېوادونو او نړۍ سره د اړیکو د ودې په لټه کې دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ حکومتي ادارې د پنجشېر د ولسونو په خدمت کې دي او په وینا یې، د پنجشېریانو د ستونزو حل لپاره به د اړوندو ادارو ترڅنګ ځانګړی کمېسیون رامنځته او پر غوښتنو به یې غور وشي.

وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر غونډې ته په خپله وینا کې د قومونو تر منځ په اتحاد ټينګار کړی او د اشغال پر وړاندې د افغانانو د مبارزې ستاینه کړې.

 ښاغلي نوري همدارنګه ویلي؛  نن الله ج افغانانو ته له ډېرو ناخوالو څخه نجات ورکړی، افغانستان اوس پر قومونوو حزبونو او سمتونو نه دی تقسیم بلکې ټول قومونه تر یوه چتر لاندې په خپل هېواد کې آزاد ژوند کوي.

غونډې ته د اسلامي امارت لوړ پوړو مسولینو ویناوې کړي، د ولسونو ستونزې یې اوریدلي دي او خلکو ستونزو ته حل لارې پیدا کول یې خپل مکلفیت او فریضه بللې ده.