ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال: د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسوليتونو څخه دي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت مرستيال والي مولوي حميدالله ارشاد سره لیدنه کړې.

په پيل کې د فارياب ولايت مرستيال والي په دې ولايت کې د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او محلي حکومتولۍ او همداراز د فارياب ولايت د ځايي ادارې د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

نوموړي ویلي، د دې ولايت مجاهدين او د اسلامي امارت ځايي مسولين له کوم ځنډ او خنډ پرته د امنيت ټینګښت او د خلکو د ستونزو لمنځه وړلو لپاره کار کوي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.

د فارياب ولايت مرستيال والي همداراز غوښتي، ترڅو د دې ولايت په لرې پرتو سیمو کې د پراختیايي پروژو پلي کېدل او همداراز د برېښنا او اوبو بندونو جوړولو ته چې د دې ولايت د خلکو له عمده اړتياوو څخه بلل کېږي، ځانګړې پاملرنه وشي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د فارياب ولايت د مسولينو فعاليتونه او کړنې ستایلي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسوليتونو څخه دي چې اړوند مسولين په دې برخه کې شپه او ورځ هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې دغو وړانديزونو ته رسېدنه وکړي او همداراز له ټولو ځايي مجاهدينو او مسولينو څخه يې غوښتي، ترڅو د سرتاسري امنیت ټینګښت لپاره لا زياتې هڅې وکړي.