ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  پنجشنبې ورځ، د ۳۰/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۰/۲/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۷۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۳۱۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۰ تنه و، کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۲۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۹ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۸۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۲۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه لیسانس، یو د وړې دورې فارغ، دوه تنه دیني عالمان، ۵۴ تنه غریبکار او ۴۴ تنه حرفه يي او مسلکي کسان، چې ټولټال ۹۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۸۸ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۴۶ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه ۲۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۲ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۵۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۴۸ کورنیو سره ټولې ۳۸۶ زره افغانۍ مرسته وشوه.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: نن په سپین بولدک کې کډوالو ته ۳۷۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱٦۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۹۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن د وړې دورې فارغ، دوه تنه دیني عالمان، ۳۸ تنه غریبکار او ۱۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۶۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز درې زره او ۲۲۵ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره ټولې ۱۶۶ زره مالي مرسته شوې.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۹۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۹۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري اسلام کلا کې له ۱۱۰ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۷۸۰ زره تنه کیږي، مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۲۶۹ کورنۍ، یو زر او ۴۲ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ٦۵ کورنۍ، ۳۲۲ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۲۷۸ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۳۷۴ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۸۰ عدده