ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ارګ په جامع جومات کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ ادا شو

د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن سهار د ارګ په جامع جومات کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې اداء شو.

د نېمکرغه کوچني اختر د لمانځه په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء پر مرستیالانو سربېره، د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د رئیس الورزاء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع، د کابينې وزیرانو، د اسلامي امارت یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو او د خلکو بېلابېلو اقشارو حضور درلود چې ګډونوالو یې د لمانځه له اداء کولو وروسته له یوه بل سره روغبړ او د اختر مبارکي وکړه.

د لمانځه له اداء کولو مخکې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالکحیم حقاني خبرې وکړې او حاضرینو، علماؤ، مشرانو، د کابینې وزیرانو، د اسلامي امارت مسؤلینو او د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله.

هغه زیاته کړه، دا د الله (ج) ستر نعمت دی چې د امن په فضا او د اسلامي نظام تر چتر لاندې مو د اختر لمونځ، روژه او تراویح ادا کړ.

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات وویل، علماء او حکماء باید یو ځای د الهي اوامرو مطابق عمل ترسره او د ټولنې د اصلاح او فساد لمنځه وړلو لپاره دې هڅې وکړي. دغه راز وطن او خلکو ته د غوره خدمتونو د ترسره کولو په موخه دې لوی خدای (ج) د اسلامي امارت ټولو مسؤلینو ته توفیق ورکړي.

شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني څرګنده کړه، د اسلامي امارت هر مسؤل او وزیر باید ځانونه خادمان وبولي، نه امیران او خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه دې په درست ډول اداء کړي، خپلې ورځنۍ چارې دې محاسبه او د سبا لپاره دې چمتووالی ولري.

وروسته د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخوند پیغام ولوست.

په دې پیغام کې د افغانستان مؤمن او مجاهد ولس په ځانګړي ډول د شهیدانو کورنیو، یتیمانو او کونډو ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ راغلي: الله تعالی دې د ټولو قربانۍ او عبادتونه قبول کړي، د شکر ځای دی چې زموږ وطن له اشغال خلاص او نن په ټول هیواد کې په ارامه او ډاډمنه فضا کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ اداء کوو.

په پیغام کې راغلي چې جهاد زموږ ستر مسؤلیت وو او هغه مو په تېرو شلو کلونو کې په سختو حالاتو کې په صداقت سره ترسره کړی چې نن یې ثمره په افغانستان کې سوچه اسلامي شرعي نظام دی. زموږ دویم مسؤلیت دا دی چې د ولس د خوشحالۍ او د هیواد د ابادۍ لپاره په صداقت او مېړانه هلې ځلې وکړو.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء پخپل پیغام کې څرګنده کړې، اسلامي امارت د خلکو د حقونو د ورکړې او دوی ته د هوساینې برابرولو په اړه مکلف دی او د دغه مکلفیت د اداء کولو په موخه شپه او ورځ هڅې کوي چې الحمد لله تر ډېره یې دغه مکلفیت په درست ډول ترسره کړی دی.

همداراز په پیغام کې راغلي چې اسلامي امارت په ټول هیواد کې امنیت تامین کړی او د دښمنانو د هر ډول شومو پلانونو مخه یې نیولې ده. په تېرو شلو میاشتو کې یې د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره سترې اقتصادي پروژې او په زیاتو برخو کې یې مهم کارونه پیل کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخوند په خپل پیغام کې زیاته کړې، په ټولو دولتي ادارو کې فساد او اختلاص له منځه تللی او د امارت دروازې د ټول افغان ملت پر مخ پرانیستې دي، دوي کولای شي په ازادانه توګه خپلې ستونزې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره شریکې کړي.

په دې پیغام کې څرګنده شوې چې اسلامي امارت د خپل مسؤلیت لمخې د افغانستان د ټولو پرګنو خادم نظام دی چې په حراست او قاطعیت سره یې د ټول مجاهد ملت رضایت او باور ترلاسه کړی دی.

د مراسمو په پای کې د کابل والي شیخ الحدیث والتفسیر مولوي محمد قاسم د اختتامیه دعا پر مهال د افغانستان ټول مؤمن او مجاهد ملت ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړه او د الله تعالی په دربار کې یې د اسلامي نظام د استحکام لپاره دعاوې وکړې.