ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو پر طرحه خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو پر طرحه او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث شوی.

په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت استازو ته دنده سپارل شوې، څو د نوي کېدو وړ انرژۍ د ملاتړ صندوق رامنځته کولو طرحه د بیا کتنې په موخه د مالیې، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي اړوند د افغانستان برېښنا شرکت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره شریکه کړي.

یاد وزارتونه او اړوندې ادارې دې د تمویل بدیلې لارې ولټوي او اصلاح شوې طرحه دې اقتصادي کمېسیون ته د تاییدۍ لپاره وړاندې کړي.