د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د غويي مياشتي له ۱۴مې څخه د غویي تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۳ زره او ۶۸۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ چې د حیرتان بندر له لارې ۶۰ زره او۳۹۰ ټنه، د اقینې بندر له لارې شپږ زره او ۶۸۵ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې شپږ زره او ۶۱۰ ټنه انتقالات چې ټول ۷۳ زره او ۶۸۵ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
همداراز د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې دوه زره او ۲۸۸ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې د انارو جوس او معدني ډبرې دي.
د یادې ادارې په وینا؛ هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

