د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره لیدنه کړې.
تاکایوشي کورومایا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې او زیانونو له امله د خپل هېواد خواشيني څرګنده کړې.
نوموړي د کابل او جاپان د مثبتو اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ افغانستان کې د اسلامي امارت لخوا د فساد او مخدره توکو پر وړاندې مبارزه، د اقتصادي ثبات خواته تګ او د سرتاسري امنیت ټینګښت ستر ترلاسه شوي پرمختګونه دي .
د جاپان له سفیر له افغانانو سره د جاپان د وروستۍ ۶.۹ میلیونه مرستې په یادولو سره وویل، چې توکیو له افغانانو سره همکارۍ ته ژمنه ده او د طبعي پېښو د مخنیوي په موخه له اړونده ادارو سره په تماس کې دي؛ څو افغانان د جاپانیانو له تجربو ګټه واخلي.
د جاپان سفیر له افغانستان سره پر مخدره توکو د روږدو د درملنې او بدیل کښت په برخه کې د مرستې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې جاپاني چارواکي د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایي.
نوموړي همداراز څرګنده کړې؛ افغانستان کې د غربي هېوادونو د دیپلوماتیک حضور نشتون د دې سبب شوی، چې هغوی په افغانستان کې له مثبتو بدلونو معلومات ونه لري او غوره به وي چې په مستقیم ډول نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره اړیکې ولري.
یاد سفیر د افغانستان په تړاو په دوحه کې د راتلونکې ناستې یادونه کړې او ویلي يي دي، نړیواله ټولنه غواړي د خبرو له لارې د افغانستان ستونزو ته حل لار ولټوي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان له مرستو په مننې ویلي؛ د افغانستان په هکله د توکیو مثبت د دې نظر سبب شوی، چې د اسلامي امارت او جاپان ترمنځ ښه تعامل او مثبتې اړیکې رامنځ ته شي.
مولوي عبدالکبیر په سیاسي، فرهنګي او تعلیمې برخو کې د کابل او توکیو پر اړیکو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده؛ اسلامي اسلامي امارت لېواله دی چې د افغانستان د پرمختګ، د طبعي پېښو د زیانونو د کمښت او توسعې په برخو کې د جاپان له تجربو ګټه واخلي.
نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د ولس د ملاتړ له امله توانېدلي چې بشپړ امن حاکم، لویې پروژې پيل او ګڼ پرمختګونه ولري.
سیاسي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د مسول حکومت په توګه د ولس د ستونزو د حل په هڅه کې دی او افغان حکومت له نړۍ سره مثبت تعامل او پراخې اړیکې غواړي.
په پای کې مولوي عبدالکبیر ویلي؛ کابل کې د یوناما په شتون کې او په داسې حال کې چې مرکزي حکومت حاکم دی او جګړه نشته، اسلامي امارت د ځانګړي استازي له ټاکلو سره موافقه نه لري.

