د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیا ولایت د مرکز او ولسوالیو له یو شمېر علماوو، مشرانو او متنفذینو سره لیدنه کړې.
علماوو او مشرانو په دې ولایت کې د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ پکتیا د موقعیت له نظره د هېواد د مهمو ولایتونو له ډلې څخه ده، چې د اسلامي امارت جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
یادو مشرانو د اسلامي امارت لاسته راوړنو او فعالیتونو ته په اشارې پکتیا کې د دیني مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونو د رامنځته کولو، د مواصلاتي لارو ترمیم، د اوبو بندونو جوړولو، د برېښنا لېږد او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د پراختیايي پروژو د پلي کېدو په برخو کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د سرتاسري امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او د کار پنځونې په موخه د پراختيايي پروژو پلي کېدل د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي چې په دې برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
مولوي عبدالسلام حنفي د یادو علماوو او مشرانو وړاندیزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ورته رسېدنه وکړي.

