د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (چهارشنبه، د غويي ۲۶مه) په کابل کې د چین له سفیر ښاغلي ژاو شینگ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د چین سفیر له اسلامي امارت سره د چین پر همکارۍ د ټېنګار تر څنګ ویلي، چې د دواړو لوریو ګډې همکارۍ او اړیکې کولای شي د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
د ژاو شینگ په وینا، چين په نړیوالو ناستو کې خصوصا د امنیت شوری په ناسته کې د اسلامي امارت له دریځ څخه ملاتړ کوي او له اسلامي امارت سره خپلې همکارۍ ته ژمن دی.
د ناستې پر دوام د چین سفیر، په چين کې د جوړیدونکې د همالیا ترانس فورم په ناسته کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته د ګډون رسمي بلنه ورکړې.
مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین له همکارۍ په مننې ویلي، اسلامي امارت د مسول حکومت په توګه پر کړو ژمنو ولاړ دی او هڅه کوي په سیمه ییزو مسایلو او د سیمې په ثبات او پرمختګ کې فعاله ونډه ولوبوي.
سیاسي مرستیال د افغانستان په هکله په نړیوالو ناستو کې د چین همکاري او د اسلامي امارت له دریځ څخه د بیجنګ ننګه د افغان ولس په ګټه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د چین همکاري کولی شي په هېواد کې د مثبتو بدلونونو او اقتصادي ودې سبب شي.

