ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې له رییس سره د ارشاد، حج او اوقافو وزیر لیدنه؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دینې او علمي اړیکو په پیاړتیا خبرې شوي

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر  شیخ نورمحمد ثاقب د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) له عمومي رییس پروفیسور دکتور علي ارباش سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ترکیې د دیني چارو ادارې مشر دکتور ارباش د ارشاد، حج او اوقافو له وزیر څخه د دعوت منلو او ترکیې ته د راتللو په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي؛ داسې غونډې د بېلابېلو هېوادونو په ګډون سره اهمیت پیدا کوي، ترڅو د اسلامي نړۍ د مهمو موضوعاتو په اړه علمای کرام د بحثونو سربېره د شته ننګونو او ستونزو د حل په لارو چارو غور وکړي.

شیخ نورمحمد ثاقب ویلي، داسې مشورتي کنفرانسونه او غونډې د اسلامي هېوادونو ترمنځ ډېرې اړینې دي.

په یاده لیدنه کې د نورو مهمو موضوعاتو ترڅنګ دواړو لورو په ګډو همکاریو، د دیني او علمي اړیکو په ټینګولو او د علماوو ترمنځ د نظریاتو په تبادله کولو سره هيله څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په دیني برخو کې خپلې همکارۍ لا زیاتې او پراخې کړي.