د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې، د ادارو ساده کولو پروسو د تطبیق هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د چارو ادارې عمومي ریاست رهبرۍ او په ځانګړي ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست او د ادارو د پروسو ساده کولو ریاست، څخه مننه کړې.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ په اداري چارو کې ساده کول په نننۍ نړۍ کې یو منل شوی اصل او حقیقت دی، تر هغو چې اداري خدمتونه او چارې اسانه او چټکې نه وي، نشئ کولی د حکومت او خلکو ترمنځ فاصلې راکمې کړئ، پالیسۍ او ستراتېژیکې موخې په غوره ډول پلي کړئ او بالاخره نشئ کولی مطلوبې اقتصادي ودې ته ورسېږئ.
نوموړي زیاته کړې، امارتي ادارو د اداري چارو ساده کولو اهمیت ته په پام دا مسله د یوه اصل او یوه ګټور او اړینې موخې په توګه پخپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، د ساده کولو ریاست تر اوسه نهه وزارتونه او امارتي ادارې ساده کړې دي، چې دغه ساده کول په عمومي ډول خلکو ته د چټکو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو، د اداري فساد کموالي یا لمنځه وړلو، په ادارو کې د کاغذ پراني لمنځه وړلو، د ادارو او مراجعینو د لګښتونو کموالي، د خدمتونو په وړاندې کولو کې د شفافیت پیاوړتیا، د ادارو د اعتبار معیار لوړول، د ادارو د اهدافو غوره تطبیق او د ادارو غوره مدیریت، د ادارو د مؤثریت او ګټورتیا زیاتوالی، په ادارو کې د مراجعینو د بیروبار مخنیوی، د ادارو له کړنو د خلکو د رضایت زیاتوالی او د ملت او حکومت ترمنځ د واټن لمنځه وړل کولای شي ښه اغېز ولري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، کاغذ پراني د مراجعینو لپاره یوه اوږده او ستونزمنه پروسه ده او لازمه ده چې په بشپړ ډول لمنځه یوړل شي او د اسنادو د اجرا کولو پروسه ساده شي.
مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، که د ساده کولو پروسه په ټولو ادارو کې عملي شي، نو له یوه لوري به د بېځایه تشکیلاتو مخنیوی وشي او له بل له لوري به د مراجعینو لګښتونه هم راکم شي.
په همدې بنسټ لازمه ده د ادارو مسولین د ساده کولو په برخه کې هڅه وکړي، ترڅو ژر تر ژره دغه کار عملي او هېوادوال ترې ګټه واخلي.
ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو د ساده کولو خدمتونو ترڅنګ (اسان خدمت) هم پراخ شي، چې تېر کال مو وکولی شول د کابل ښار په څو نقطو او یو شمېر ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونه فعال کړو او د هغو له لارې زموږ ګران هېوادوال کولی شي پیژندپاڼه، پاسپورټ او نور اړین اسناد په ډېر اسانه ډول واخلي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ویلي، هڅه کوو په ادارو کې برېښنایي حکومتولي دود کړو، ترڅو ادارې له دې لارې له یو بل سره وصل او خلکو ته خدمتونه په ساده او اسانه ډول ترسره شي.

