ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مسکو کې افغان سفیر په لومړي ځل د ګډ امنیتي تړون سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون وکړ

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست جمال ناصر غروال د روان لمریز کال د غويي په ۷مه، نېټه د (ګډ امنیتي تړون سازمان یا سازمان پیمان امنیت جمعی) د سکرتریت په رسمي بلنه د یاد سازمان په ځانګړې امنیتي غونډه کې ګډون وکړ.

د یاد وزارت په وینا؛ دغه غونډه د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، چې پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو سربېره له اسلامي امارت سره د تروریزم او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د سیمې هېوادونو پر همکارۍ ټینګار او له افغانستان سره پر بشري مرستو بحث او خبري اتري شوې دي.

افغان سرپرست سفیر دغې غونډې ته د وینا په ترڅ کې د هېواد پر سیاسي جوړښت، ډاډمن امنیت، د نا امنۍ او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې سربیره د هېواد پر اقتصادي وضعیت هم رڼا واچوله او د غونډې د ګډونوالو د اندېښنو په اړه یې هغوی ته ډاډ ورکړ.

په یاد سازمان کي دمګړي ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرقیزستان، روسیه او تاجیکستان غړيتوب لري او دا لومړی ځل دی، چې د افغان حکومت له لوري یو لوړ پوړی استازی د دوی په غونډه کې ګډون کوي.