د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله آغا په مشرۍ د یاد وزارت یو لوړ پوړی پلاوی د بامیان ولایت له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو څخه د لیدنې او د پوهنیز وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته رسمي سفر کړی.
د پوهنې وزیر د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مسولینو، د یو شمېر رسمي ادارو له استازو او سیمه ییزو چارواکو سره لیدنه کړې او د پوهنې اړوندو مسایلو یې خبرې کړې دي.
همدارنګه نوموړی د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسولینو او یو شمېر علماوو په ملتیا، د بامیان ولایت د ښوونکو د مسلکي پراختیا زون له امریت، جهادي مدرسې او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه کړې او د یادو بنسټونو له مسولینو او کارکوونکو سره یې خبرې کړي دي.
د پوهنې وزارت سرپرست د بامیان ولایت د پوهنې ریاست له مسولینو او کارکوونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د ښوونیز وضعیت لا ښه والي په موخه د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي او د ستونزو په حل کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

