ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابينې ۲۲مه غونډه؛ د سرکونو اندازې او حريم معلومولو مسوده تایيد شوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۲۲مه غونډه د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو پکې بحث او پريکړې وشوې.

غونډه له اجنډا سره سم د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله د شهيدانو، ټپيانو او پېښ شويو مالي زيانونه په اړه ارقام او معلومات وړاندې شوي دي او د ریيس الوزرا له لوري اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه شوې، ترڅو زيانمنو شويو خلکو سره مرسته وکړي او هغوی ته په ښه توګه رسېدنه وکړي.

د کابينې په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت له لوري د سرکونو د اندازې او حريم معلومولو په اړه چمتو شوې مسوده تایيد شوې او ياد وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه د عامه پوهاوي چارې ترسره کړي او د لويو لارو په اوږدو کې د سرک د اندازې اړوند معلوماتي لوحې نصب کړي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د ترافيکو لوی رياست ته دنده سپارل شوې، چې د ترافيکو اړوند طرحه دې له مربوطه ارګانونو سره شريکه کړي او تر بيا کتنې وروسته دې د اقتصاد وزارت وزیر قاري دين محمد حنيف په مشرۍ د ټرانسپورټ عالي کميسيون ته وړاندې کړي او وروستی راپور دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.