ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ١٤٠٣ لمریز مالي کال بودیجه توشیح شوه

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی لخوا د افغانستان د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال ملي بودیجه له هر اړخیز غور او دقت وروسته توشیح شوه.

د ښاغلي مجاهد په وینا؛ د روان مالي کال په ملي بودیجه کې د خلکو اړتیاوي او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او لکه د تېر کال له خپلو کورنیو عوایدو څخه چمتو شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې؛ مالیې وزارت به د تل په څېر د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال، ملي بودیجه د هېواد په مالي سیستم کې ځای پر ځای کړي او د روان مالي کال اړوند ټولو (عادي او پراختیايي) برخو ته به په پوره روڼتیا سره په نورمال ډول رسېدنه وشي.