د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې د پرمختګ او نورو مهمو او اساسي موضوعاتو په اړه خبرې کړي.
د ترکمنستان سفیر ملا هدایت الله بدري ته د کانونو او پټرولیم وزیر کېدو په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ویلې او په ورسپارل شویو دندو کې یې ورته د بریالیتوب هیله کړې.
دغه راز یې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو په ځانګړي ډول په تخنیکي او حقوقي برخو کې د دې پروژې د عملي کار پیل پر څرنګوالي خبرې کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي؛ له نېکه مرغه د دې پروژې کار په چټکۍ سره پر مخ روان دی او موږ لېواله یو، چې دغه پروژه ژر تر ژره پیل کړو.
د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د راتلونکو ګامونو په اړه خپل نظرونه شریک کړي او د کارونو پر چټکتیا یې ټینګار کړی.

