د شنبې ورځ، د ۷/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۳/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱٦۷ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۵ تنه و، کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۷۳زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۸۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳٦ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۹۲ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱ تنه و، کابل او پکتیکا ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او لس زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له ۳٦ کورنیو سرهټولې۳۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې ٦٦ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۳۹۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ٦۲ تنه راستانه شوي کډوالتداوي شوي دي.
همدارنګه ۲۷۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۸۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هـــــــرات
اسلام کلا
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې ۲۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ٦۵ کورنۍ، ۳۵۹ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۳۱ کورنۍ، ۱٦٦ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۳٦ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۹۴ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۷۱ عدده

