ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جو بایډن په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه کړې

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د دې هېواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې راتلونکو ټاکنو کې له نوماندۍ تېرېږي.

نوموړي ویلي، چې دا کار یې د هېواد او ګونډ په ګټه کړی دی.

بایډن زیاته کړې، چې د روانې اونۍ ترپایه به خپلو خلکو ته د دې پرېکړې لا ډېر جزیات ورکړي.

په دې وروستیو کې د ډیموکراټ ګوند ډېری غړو له کاندېدۍ د نوموړي د تېرېدو غوښتنه کړې وه.

دا غوښتنه هغه وخت ډېره شوه، کله چې بایډن ته له ټرمپ سره په مناظره کې د کمزورۍ ګوته ونیول شوه.

بایډن خپله لومړۍ مرستیاله کمېلا هاریس دغو ټاکنو ته وړاندیز کړې او ملاتړ یې ترې اعلان کړی دی.

د امریکا ولسمشر تېره اونۍ د کرونا له تشخیص وروسته خپل کور ته ستون شوی.

نوموړي ویلي، چې د ولسمشر په توګه به د اوسنۍ دورې تر پايه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

جو بایډن به د ۲۰۲۵م کال جنوري میاشتې تر ۲۰مې د امریکا ولسمشر وي.

د دې هېواد ولسمشریزې ټاکنې به د ۲۰۲۴ نومبر میاشتې په پینځمه تر سره شي.