د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش فریدون هادي سنيرلي اوغلو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير ښاغلي فريدون او ټيم ته يې د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ تېرو کلونو کې ستونزه دا وه چې بهرني راپور ورکونکو زموږ د هېواد حساسيتونه نه شوی درک کولای؛ خو اوس ستاسو اوږدې کاري تجربې ته په کتو امید شته چي زموږ لاسته راوړنې او زموږ د ولس د غوښتنو منعکس کولو سره افغان حکومت او نړيواله ټولنه سره نږدې کړئ.
ښاغلي فريدون ویلي؛ نړيواله ټولنه لېواله ده چي له اسلامي امارت سره ښکيلتيا کې ښه والی راولي، ځکه چې جنګ ختم شوی، سوله او ثبات رامنځته شوی، فساد له منځه تللی او په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د ستراتيژيک موقعيت په لرلو سره د سمهييزو لویو پروژو پلي کولو کې مهم رول لوبولای شي او په همدې وجه په افغانستان کې ثبات ارزښت لري او هېڅوک هم نور دلته جنګ نه غواړي.
ښاغلي متقي لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي، چې موږ دلته پخوانۍ وژنې او ظلمونه په امن او ثبات بدل کړي، د ښځو اسلامي حقوق مو تأمين کړي، د پروژو تطبيق ته مو زمینه برابره کړې او د امنيت او نشهيي توکو په برخو کې له کومې بهرنۍ موسسې پرته ګڼې لاسته راوړنې لرو.
نوموړي زیاته کړې، چې بلمقابل افغانانو له بهرنیانو يوازې ډلهييزه سزا، بنديزونه، فرمایشونه او غندنې ليدلې، حال داچي نړيوالې ټولني ته په کار دي چې په دې برخو کې خپل مسووليتونه ادا کړي.
په پای کې ټینکار شوی چې د موضوعاتو د حل په اړه بايد خبرو اترو ته دوام ورکړل شي او د افغانستان په هکله خپرېدونکو راپورونو کې دې واقعيتونه منعکس شي.

