د اوزبیکستان لومړی وزير عبدالله عارف اوف چې پرون سهار د ياد هېواد د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، په ارګ کې ورته د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رییس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هرکلی وکړ.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند او د اوزبیکستان لومړي وزير عبدالله عارف اوف او د دواړو هيوادونو لوړ پوړو پلاويو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړيکو پراختيا او له هغې ډلې د اقتصادي او سوداګریزو پروژو د عملي کار پیل په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ هیله لرو چې د اوزبیکستان د لوړپوړي پلاي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې ګټور تمام شي.
په مقابل کې د اوزبیکستان لومړي وزیر ویلي، چې افغانستان او اوزبیکستان دیني، کلتوري او تاریخي مشترکات لري او ولسمشر میرضیایف تل د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو او دوستانه اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
وروسته د اوبو او برېښنا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ترانسپورټ او هوایي چلند او کانونو او پټرولیم وزارتونو له خپلو اوزبیکستاني سیالانو سره د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په برخو کې د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو او په دې برخه کې د خپلو اړوندو ادارو پر کړنو خبرې کړې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د اوزبیکستان لومړي وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو تفاهم لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې په پیل کې ملا عبدالغني برادر اخوند د اوزبیکستان لومړي وزیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او ویلي یې دي؛ خوښ یو له تاسو سره په ازاد او خپلواک افغانستان کې ګورو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو او همکاریو په برخو کې د مختلفو مسایلو په اړه خبرې کوو.
نوموړي د افغانستان په اړه د اوزبیکستان د ولسمشر د مثبت او واقعبینانه دریځ مننه کړې او ویلي یې دي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او هره ورځ د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو سلګونه واګنونه د رېل پټلۍ له لارې صادر او واردیږي او همداراز افغان ـ ټرانس پروژه په دې برخه کې اساسي رول لري، چې باید عملي کار یې پیل شي.
د ملا عبدالغني برادر اخوند په وینا؛ اسلامي امارت د سرخان ـ پلخمري ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي د تمدید هرکلی کوي.
همداراز د سب سټېشنونو د پیاوړتیا او د برېښنا لینونو د کیفیت ښه کولو ته باید پاملرنه وشي او د ارغندۍ سب سټېشن ظرفیت لوړ شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال پر دې ټینګار سره چې اسلامي امارت د نورو هیوادونو په پرتله د پانګونې لپاره ګاونډیو هیوادونو ته لومړیتوب ورکوي ویلي؛ موږ باید د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او په دې برخه کې د خنډونو له منځه وړلو لپاره هر اړخیزې خبرې وکړو.
ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ افغان سوداګرو ته د سوداګریزو ویزو ورکولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره مهم دي.
د اوزبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف په خپلو خبرو کې ویلي؛ خوښ یم چې په لومړي ځل تاریخي هیواد افغانستان ته سفر کوم، زه ستاسې له تاوده هرکلي او مېلمه پالنې د زړه له تله مننه کوم.
هغه زیاته کړې، چې اوزبیکستان افغانستان ته د اسیا مهمې برخې په سترګه ګوري، دغه راز د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ټینګار کوي، چې د افغانستان له اوسني حکومت سره له تعامل پرته موږ نشو کولی مثبتې پایلې ته ورسېږو.
د اوزبیکستان لومړي وزیر ویلي، چې له افغانستان سره د د دې هېواد حسنه او نږدې اړیکې د نړۍ نورو هیوادونو ته ښه مثال کېدای شي.

دغهراز له افغانستان سره زموږ سوداګریزې اړیکې د انکشاف په حال کې دي او موږ د دغو اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتونکي یوو.
عبدالله عارف اوف څرګنده کړې، چې په اوزبیکستان کې د افغانستان د نوي سفیر د رسمي کار د پیل په اړه مثبت تصمیم نیول شوی او دغه مسئله به ډېر ژر اعلان شي.
همدارنګه ډاډ درکوم چې له افغانستان سره ټولې ترسره شوې موافقې عملي کېږي؛ د مسو او ډبرو سکرو کانونو د استخراج په برخه کې به په افغانستان کې پانګونه وکړو، دغه راز چمتو یوو چې د اوبو د سپما په برخه کې هم افغان متخصصین وروزو.
د ازبکستان لومړي وزیر زیاته کړې، چې د کرنیزو تخمونو د اصلاح او بڼوالۍ په برخو کې زموږ همکاري له افغانستان سره دوام لري او چمتو یو خپلې تجربې له افغان کروندګرو سره شریکې او هرکال د سلو په شاوخوا کې متخصصین د هوایي چلند او رېل پټلۍ په برخو کې وروزو.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د اوزبیکستان د لومړي وزیر محترم عبدالله عارف اوف په حضور کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پینځه سندونه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د اوزبیکستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر له لوري لاسلیک شول.
په همدې ترتیب د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، کانونو او پټرولیم، د افغانستان برېښنا شرکت او د ګمرکونو لوی رییس له خپلو اوزبیکستاني سیالانو سره د همکارۍ تفاهمنامې لاسلیک کړې.

