د ملي دفاع وزارت ویلي؛ د دې وزارت ستر درستیز د مخابرې او معلوماتي تکنالوژي ریاست د ظرفیت لوړولو له دوه میاشتني له بېلابېلو مسلکي زده کړو له دریمې دورې څخه ۵۱ تنه ځوان منسوبین له مسلکي کورسونو څخه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغه مراسمو کې د مخابرې او تکنالوژې ریاست رییس مولوي صلاح الدین خویدم پخپله وینا کې ځوان فارع شویو منسوبینو ته ویلي، خپلو کارونو ته پاملرنه ولرئ او په کارونو کې مو غفلت مه کوئ، کوښښ وکړئ چې اداره د خپلو اصولو اړوند پرمخ یوسئ او د خپلو مشرانو اطاعت کوئ.

همداراز د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۵ عزم قول اردو ښوراب ښوونیز مرکز څخه د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۹۵۰ تنه ځوان منسویین له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې هم فارغ شوي.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسولینو ګډون کړی وو.
مسولینو فارغانو ته د اعداد او جهاد سربېره د هېواد په ملي او اسلامي ارزښتونو عالمانه ويناوې کړي. دوی په خپلو ویناوو کې ځوان فارغ شویو منسوبینو ته ویلي؛ همدا پوځ به د خپلو ولسونو، خاورې، اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع کوي.
غونډه د معسکرو په نظامي ، رزمي او ورزشي حرکاتو او بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

