ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالمجید اخوند د جوزجان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کاري بهیر ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند جوزجان ولایت ته سفر کړی.

ملا عبدالمجید اخوند د دې سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر د ارزونې ترڅنګ د فدایانو کورنېو لیدو او پوښتنې ته ورغلی، د هغوی ستونزې یې اوریدلې، د شهیدانو پاک روح ته یې دعا کړې او د هغوی کورنیو سره یې نغدي مرستې کړې دي.

نوموړي یاد ولایت ته د خپل سفر اصلي موخه د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو ارزونه بللې.

ښاغلي اخوند د یاد ریاست کارکوونکو سره په لیدنه کې ویلي؛ دې ولایت ته زموږ د سفر یوه مهمه موخه د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره لیدنه، د هغوی ستونزې له نږدې اوریدل او د هغوی غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه ده.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر د شهیدانو او معلولینو له کورنیو سره په لیدنه کې ورته ډاډ ورکړی، چې د دوی اړتیاوو او ستونزو ته به پاملرنه وشي.

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت نظام د مجاهدینو په قربانیو او د ولس په همکارۍ سره را منځته شوی دی او د اسلامي امارت مسولین هڅه کوي ترڅو د خلکو ستونزې او اړتیاوې ته د خپل وس اړوند رسېدنه وکړي.

همداراز ملا عبدالمجید اخوند د شهيدانو وارثينو او معلولينو ته د لا ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ياد رياست مسولينو ته اړینې لارښوونې کړې دي.

د جوزجان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو ریيس مولوي شبير احمد د ياد رياست د فعاليتونو او کړنو  په اړه د راپور وړاندې کولو په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو  کورنيو ستونزو او  غوښتنو ته د پوره رسېدنې ډاډ ورکړی دی.

دغه‌راز د شهیدانو یو شمېر کورنیو او معلولینو هم د اسلامي امارت له ځانګړې پاملرنې څخه مننه کړې ده.

په دې سفر کې چې د وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو امر مولوي محمد او د ډېټابېس او معلوماتو رياست د پروژې مالي مسول مولوي شبیر احمد، چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملتیا کوله.

دوی د هغو معلولینو لیدو ته هم تللي، چې د تېر ۲۰ کلن جهاد پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو، د هغوی ستونزې هم واوریدل شوې او ورسره یې نغدي مرستې هم کړي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر په بلخ ولایت کې د فدایانو کورنېو سره له نږدي کتلي وو، او هغوی سره  یې نغدي مرستې کړې وې.