ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غزې د اوربند په تړاو خبرې له هوکړې پرته پای ته رسېدلې

رویټرز خبري اژانس د مصر د دوو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې قاهره کې د حماس او اسرائیلو تر منځ د غزې د اوربند په تړاو روانې خبرې له هوکړې پرته پای ته رسېدلې دي.

یاد اژانس زیاتوي، چې دواړه لوري د غزې د اوربند او بندیانو د خلاصون په تړاو د منځګړو هېوادونو له لوري په وړاندې شویو څو مواردو کې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

ورته مهال د حماس یو لوړ پوړي چارواکي اسامه حمدان ویلي، چې غزه کې د بیړني اوربند په تړاو د بایډن د حکومت وروستۍ څرګندونې ناسمې او د ټاکنیزو موخو لپاره دي.

اسرائیلي رژیم د سولې له مذاکرتو سره-سره غزه کې خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او هره ورځ په بېلابېلو سیمو بریدونه کوي او د غزې اوسېدونکو ته د وتلو او بې‌ځایه کېدو امرونه کوي.

تازه د الجزیرې نړیوالې خبري شبکې د راپور پر اساس؛ اسرائیلي یرغلګرو د غزې النصیرات کمپ په شمال کې د بې‌ځایه شويو فلسطینیانو پر یوه ښوونځي هوايي برید کړی، چې ګڼ کسان پکې شهیدان او ټپیان شوي.

د فلسطین خبري اژانس وفا هم د یاد برید خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په شهیدانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د دې برید د دقیقو تلفاتو په اړه تر اوسه راپور نه دی ورکړل شوی.