د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص نن دوشنبه د ۱۴۰۳کال د وږي میاشتې په پینځمه نېټه د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
په پیل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د اذربایجان سفیر هرکلی کړی او د بېلابېلو چاپېریالي موضوعاتو په هکله یې ورسره خبرې کړې دي.
مولوي مطیع الحق خالص په دې لیدنه کې ویلي؛ چاپېریال یوه مهمه او نړیواله موضوع ده او دې اهمیت ته په کتو د چاپېریال ساتنې ملي اداره چې دا مهال د ۱۶ نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو غړیتوب لري، د هغو ټولو تعهداتو ته ژمنه ده؛ په داسې حال کې چې نړیوال د چاپېریالي مسایلو په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاري نه کوي.
نوموړي زیاته کړې، موږ د نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونو تعهداتو ته ژمن یو او هیله مو داده چې نړیوال هم له افغانستان سره تعامل وکړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي؛ افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ډېراغېزمن شوی، چې په هېواد کې د خطرناکو سېلابونو راتلل یو له عمده لاملونو څخه دي.
نوموړي د اذربایجان له سفیر څخه غوښتنه کړې، چې د COP29 کنفرانس چې سږ کال په اذربایجان هېواد کې جوړیږي باید د افغانستان پلاوي د ګډون لپاره هڅې وکړي؛ ترڅو په دې نړیوال کنفرانس کې د افغانانو غږ پورته شي.
ښاغلي خالص څرګنده کړې، موږ غواړو د اذربایجان هېواد سره د چاپېریالي موضوعاتو، د تکنالوژیو او تجروبو د لیږد او ظرفیت لوړونې په برخه کې ګډې همکارۍ ولرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
د اذربایجان سفیرالهام محمدوف د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس څخه مننه کړې او ویلي يي دي، د افغانستان او اذربایجان ترمنځ له پخوا څخه دوستانه او تاریخي اړیکې وې او موږ غواړو چې د اسلامي امارت سره خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړو.
ښاغلي محمدوف ژمنه کړې، چې د COP29 غونډه کې به د افغانستان پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې کوي او ستاسو وړاندیزونه او نظرونه به له خپلو چارواکو سره شریک کړي.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالي مسایلو په برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته لېواله دی او هڅه به یې داوي چې په چاپېریالي او نورو مسایلو کې د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ کار وکړي.

