د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۴۳۵ فلسطینیان شهیدان او ۹۳ زره او ۵۳۴ نور ټپیان شوي.
د یاد وزارت په وینا؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳ فلسطینیان شهیدان او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.
غزه کې د اسرائیلي وحشتونو په دوام تازه د مرکزي غزې د یوازیني فعال روغتون د تخلیې امر شوی.
د صهیونیستي رژیم له امر وروسته د الاقصی د شهیدانو له یاد روغتون څخه ناروغان او بېځایه شوي وتلو ته اړ شوي. دا روغتون په غزه کې د درملنې یوازینی فعال روغتون دی.
غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ګڼ روغتونونه په نښه شوي او څو-څو ځله فلسطینیانو ته په ډلهییزه بڼه د خپلو سیمو د پرېښود او خوندي سیمو ته د تګ امرونه شوي دي.

