د المیزان په نوم د بشرحقونو یوه مرکز د صهیونیستي رژیم په زندانونو کې له فلسطیني بندیانو سره د سخت غیرې انساني او ناوړه چلند په تړاو خبرداری ورکړی.
د بشري حقونو یاد مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په اسرائیلي زندانونو کې فلسطیني بندیانو ته د فزیکي او روحي ځورونې سربېره، د سپکاوي ډک چلند، له درملنې محرومولو او وږي ساتلو په څېر نورې غیرې انساني سزاوې ورکول کېږي.
دغه افشا کېدنه د اسرائیلو په جنوب کې د ‘نقب’ په نوم زندان ته د یاد مرکز د یوه وکیل له تللو وروسته شوې ده. په دې زندان کې د اټکل له مخې له ۶۰۰-۹۰۰ فلسطیني بندیان ساتل کېږي.
دې ګروپ زیاته کړې، چې له بندیانو سره ناوړه انساني چلند او د دوی ازار او ځورول پراخه وو او یوازې په ‘سدي تیمان’ زندان پورې محدود نه وو.
المیزان په یوه بیان کې ویلي: “اسرائیلو چارواکو له څه باندې لسو میاشتو راهیسې د نړیوالو د چوپتیا او حساب نه ورکولو څخه په ګټه اخیستنې په بند خونو کې له فلسطیني بندیانو سره ناوړه چلند کړی دی.”

