د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د بدخشان او بغلان ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره جلا جلا ولیدل.
په پیل کې د بدخشان قومي مشرانو وویل، د بدخشان ولسونه د اسلامي امارت په راتګ او په هېواد کې د اسلامي نظام په ټینګښت خوشحاله او ورسره همکار دي.
یادو مشرانو په هېواد کې د سرتاسري امنیت پر ټینګښت او د پراختیايي پروژو په عملي کېدو خوښي ښودلې او په بدخشان کې یې د کلینیکونو، ښوونځیو او سړکونو د رغولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د دې ولایت د خلکو ستونزې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
همدارنګه په یوه بله لیدنه کې د بغلان یو شمېر قومي مشرانو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک او په یاد ولایت کې یې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم وکړه.
وروسته د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل، اسلامي نظام په ټولو افغانانو پورې اړه لري او له هر ډول تبعیض پرته په ټول هېواد کې د متوازن انکشاف لپاره هڅې کوي.
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت هڅه کوي د پراختیايي پروژو په عملي کولو سره د بېکارۍ ستونزه مهار او د هېوادوالو اساسي ستونزې حل کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د بدخشان او بغلان ولایتونو راغلو مشرانو او مخورو ته د دوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ويي ویل، اړوندو ادارو ته به یې په اړه لازمې سپارښتنې وکړي.

