د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې د دې وزارت اړوند له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت په تېر یوه کال کې ۳ زره، ۶۰۰ او ۴۳ ټنه بېلابېل نشهيي توکي کشف او ضبط کړي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې موده کې ۱۰ زره ۵۶۴ کسان د نشهيي توکو د پېر او پلور په تور نیول شوي او شاو خوا ۲۷ زره او ۸۹۱ په نشهيي توکو روږي د درملنۍ په موخه دولتي روغتونونو ته ور پېژندل شوي دي.
ورته مهال د سیاسي چارو شنونکي د نشهيي توکو د کښت، تولید، قاچاق او د روږدو درملنې په برخو کې د اسلامي امارت درې کلنې لاسته راونې ستايي او وايي، چې اسلامي امارت په دې برخه کې د پام وړ هڅې کړې او د افغانانو او نړیوالۍ ټولنې پام یې ځان ته را اړولی دی.
یو شمېر هېوادوال بیا وايي، چې له عامه ځایونو څخه په نشهيي توکو د روږدو له راټولولو وروسته د ښار امنیت تر پخوا ښه شوی او اوسمهال د شپې تر ناوخته خپل کار او ژوند ته دوام ورکولای شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه په ټول هېواد کې د نشهيي توکو د ټولو ډولونو په پېر، پلور او چاقاق بندیز لګولی او د شاوخوا ۳ میلیونه په نشهيي توکو د روږدو درملنې په موخه یې فرمان صادر کړی دی.

