د فلسطین دولتي خبري اژانس(وفا) خبر ورکړی، چې د یاد هېواد ولسمشر محمود عباس په یوه رسمي سفر د تېرې دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته رسېدلی.
محمود عباس د دغه سفر په ترڅ کې تېره ورځ د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي او دواړو لوریو د غزې جګړې او سیمهییز کړکیچ په تړاو خبرې کړې.
په دې لېدنه کې محمد بن سلمان د کړکیچ راکمولو لپاره د سعودي عربستان د ژمنتیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې ریاض له نړیوالو او سیمهییزو ډلو سره په ګډه د کړکیڅ د کمولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې هېواد به یې د فلسطینیانو د مشروع حقونو، باعزته ژوند او تلپاتې سولې په برخه کې د فلسطین د خلکو ملاتړ کوي.
د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

