د افغانستان بانک وايي؛ د کابل، باختر، جهان، رڼا، سلام او کاردان پوهنتونونو د اقتصاد، مالي او بانکي څانګو یو شمېر زده کړیالانو ته یې د افغانستان بانک د موخو، دندو او پولي سیاستونو د پلي کولو، اداینیزو سیستمونو او مالي خدمتونو د پراختیا او اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د ځوانانو د روزنې په اړه یو ورځنی ورکشاپ جوړ کړی.
په دې ورکشاپ کې د یادو پوهنتونونو یو شمېر استادانو هم ګډون کړی وو.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د دې ورکشاپ په پیل کې له پوهنتونونو او علمي ټولنې سره د افغانستان بانک د عملي همکاریو په اړه وايي؛ علمي ادارې او پوهنتونونه د هېواد د ځوان نسل په ښوونه او روزنه او د مسلکي پوهې په لوړولو کې بنسټیز رول لري.
نوموړی زیاتوي؛ محصلین په پوهنتونونو کې اقتصادي، مالي او بانکي مسایل په نظري ډول زده کوي، خو عملي زده کړو ته هم اړتیا لري.
د صدیق الله خالد په وینا؛ د افغانستان بانک د دې اړتیا په پام کې نیولو سره دا نوښت تر لاس لاندې نیولی او له دې لارې د هېواد د مسلکي ظرفیتونو په لوړولو کې خپله ونډه ترسره کوي، ترڅو زده کړیالان وکولی شي د خپل درسي نصاب ترڅنګ د پولي سیاستونو د ښه پلي کېدو، انفلاسیون، اسلامي بانکوالۍ، د سیستمونو پراختیا او د داسې نورو اقتصادي او بانکي موضوعګانو په تړاو په عملي توګه روزنه ترلاسه کړي.
نوموړي ټولو هېوادوالو ته په ځانګړې توګه زده کړیالانو ته په بانکونو کې د حساب پرانیستلو ترڅنګ دې د اف پی (AfPay) اداینیزو کارتونو په کارولو سره له ډیجیتلي بهیر سره یو ځای شي او د ګټو او اسانتیاوو په اړه یې نورو ته هم سپارښتنه وکړي.

دغهراز د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي، اسلامي بانکوالي په ټول هېواد کې د پلي کېدو په حال کې ده.
نوموړي د پوهنتونو له استادانو غوښتي، چې د اسلامي بانکوالۍ برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي او په دې اړوند زیات شمېر ځوانان وروزي، تر څو په دې وسیله اسلامي او ملي مسولیت په ښه ډول ادا شي.
ښاغلي خالد ویلي، د مسلکي مضامینو تر څنګ په زدهکړیالانو کې له هېواد سره د مینې، خدمت او ریښتینولی روحیه پیاوړې کړي.
د پولي سیاست د لوی امریت مرستیال عبدالله مسعود د غونډې ګډونوالو ته د بانک د دندو، موخو، عمومي سیاستونو، د بیو ټیکاو ساتلو، د انفلاسیون کنترول او د افغانۍ مبادلې نرخ په اړه پرېزنټېشن وړاندې کړی.
د ورکشاپ په بله برخه کې، د اداینو سیستم د لوی امریت کارکوونکي ذبیح الله سمسور د اداینو سیستم د موخو، دندو او مسولیتونو په اړه خبرې وکړې او د برېښنایي بانکوالۍ، له اعتباري کارتونو سره د اداینیزو اسانتیاوو او په ښه او له فساده پاکه حکومتولۍ کې د هغه د رول په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د ورکشاپ په اوږدو کې د اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا د لوی امریت مرستیال خالد واحدي مالي خدمتونو ته د عامه خلکو په ځانګړې توګه د ټولنې د لږ عاید لرونکو او بي وزلو وګړو د لاسرسي د زیاتېدو، مستهلکینو د حقونو خوندیتوب، د خلکو د مالي پوهې زیاتولو او د بانکي محصولاتو د کارونې د کلتور په دودولو کې د علمي ادارو د رول په تړاو پرېزنټېشن وړاندې کړ.
د یادولو وړ ده، چې د دې ورکشاپ په پای کې د ازاد بحث لپاره زمینه هم برابره شوې وه، چې په دې برخه کې د پوهنتونونو استادانو او د افغانستان بانک د بېلا بېلو امریتونو امرینو ګډون کړی و، چې د بانکې سکتور، په اغېزناکه ډول د پولي سیاستونو د پلي کېدو، د ورکړو د سیستمونو د پراختیا او د برېښنایي کېدو دودولو او د مالي شمولیت اړوند موضوعاتو خبرې شوې دي.

