د ملي دفاع وزارت وايي؛ د یاد وزارت اړوند ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز پوځي مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنو پوځي، مسلکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.
په دغو مراسمو کې د یادې قول اردو قوماندانن مولوي نصرالله مطیع، د قرارګاه او اړوند جزوتامونو مسولینو، علماوو او ګڼ شمېر هېوادوالو او مجاهدینو ګډون درلود.
د فراغت د مراسمو ویناوالو فارغانو ته د مبارکي ویلو سربېره د یو اسلامي او شرعي نظام د نفاذ، حاکمیت او پایښت لپاره د اسلامي ملي اردو د جوړښت لپاره د نظامي مسلکي او عقیدوي زده کړو په اهمیت خبرې کړي دي.
دوی ویلي، له خپلو سرحدونو، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړئ، د خپلو امیرانو پوره اطاعت وکړئ.
ورته مهال د مراسمو په پای کې تازه فارغ شویو منسوبینو د بېلابېلو نظامي مسلکي زده کړو عملي نندارې ترسره کړې.

