د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د قطر هېواد د سفارت له مستشار دوکتور مردف علي القاشوطي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
د اوبو او انرژي وزیر په دې لیدنه کې، د قطر هېواد د سفارت مستشار او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د قطر هېواد څخه مننه کړې، چې له امریکایانو سره یې د مذاکراتو پر وخت له دوی سره اړینه همکاري ترسره کړې، چې په پایله کې يې افغانستان له امریکایي اشغال څخه خلاص او خپلواک شو.
همدغه راز، د اوبو او انرژي وزیر د دغه وزارت یو شمېر پروژو ته په اشارې ویلي؛ اوس په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.
ملا عبداللطیف منصور له نوموړي غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په موخه د قطر هېواد د خصوصي پانګوالو د پانګونې په جذبولو کې همکاري وکړي.
په ورته مهال، د قطر هېواد د سفارت مستشار ژمنه کړې، چې په دې برخه کې به اړینه همکاري وکړي.

