د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ملا عبدالمجید اخوند د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د سمنګان او بغلان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د کاري بهیر او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي ارزونه کړې.
ملا عبدالمجید اخوند سمنګان او بغلان ولایتونو ته د خپل سفر اصلي موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د کاري بهیر ارزونه، له نږدې څخه د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د وضعیت څارنه، د هغوی د ستونزو او غوښتنو اوریدل او د شهیدانو کورنېو او معلولینو سره د نغدي مرستو ترسره کول یاد کړي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر د سمنګان ولایت او همداراز د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار، دهنه غوري، بُرکې، نهرین، مرکزي بغلان، تاله او برفک او دوشي ولسوالېو د فدایانو له کورنېو سره له نږدې لیدنه کړې، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اوریدلي او دغهراز یې ورسره نغدي مرستې هم کړې دي.

