د پنجشنبې ورځ، د ۲۵/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۸/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:
ننګرهار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۹۴ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۴ تنه و، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۷۴۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۵۸ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۴۹۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې په تېرو دوه ورځو کې ۱٦ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۲۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۲۴ کورنیو سره ټولې ۱۸٦ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې ۱۵۹ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۲۴۱ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۸۹ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۳۹٦ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۸٦ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ٦۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۱۰۸۸ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ٦۰ کورنیو سره ټولې ۴۳٦ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې په تېرو څو ورځو کې ۱٦٦ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ٦۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۸۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۷۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۷۹ کورنیو سره ټولې ۷۳٦ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
په هرات کې په تېرو څو ورځو کې ۲۰۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۲۱۸ کورنۍ، ۷۳۲ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۴۷ کورنۍ، ۲۵۴ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۲۲۱ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۵۴۲ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۳۰۰ عدده

