کرنې وزارت وايي؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخمونو د تصدیق ورکوني د رییس مولوي صدیق الله رحماني په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د متخصصینو یو پلاوی د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
په دغه پلاوي کې، چې مشري یې د کرنې وزارت د تخمونو د تصدیق رییس مولوي صدیق الله رحماني کوي، د بدیل معیشیت رییس عبدالخالق محجوب، د کرنې وزارت د مقام سلاکاران میرویس خوګیاڼی او شفیع الله مومند، نوراغا خلیل صافی او د کرنې وزارت ی وشمېر کارپوهان ګډون لري.
یاد وزارت زیاته کړې؛ دغه غونډه به د لسو ورځو لپاره د چين په شي ښار کې ترسره شي او د چين د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د چين د ۱۰ کلن کرنيز پلان او د چين د کرنې د بدلون او پرمختګ د عواملو په اړه به په کې خبرې اترې وشي.
دغه راز په دې پروګرام کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت د لوړولو او د کرنې په برخه کې د چین د ځان بسیاینې د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په غونډه کې به د پنبې، جوارو، د اوبو لګولو د سیستمونو، د اوبو لګولو د ټکنالوژۍ، جي، آی، اس او ام، آی، اس او د کرنې په پراختیا کې د هغو د کارولو په اړه هم خبرې وشي.
ټاکل شوې، چې دغه پلاوی به په چین کې له کرنیزو تاسیساتو، کرنیزو وسایلو او ماشینونو او نورو کرنیزو پرمختګونو څخه هم لیدنه وکړي او د دوی بریالۍ تجربې افغانستان ته انتقال کړي.

