کرنې وزارت وايي: د دې وزارت مالي او اداري مرستیال د کروندګرو د ستونزو د څېړلو، د عایداتي سرچینو د زیاتوالي، د طبیعي سرچینو د ساتنې او له شپږ زره متریک ټنه څخه د زیاتو اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو په موخه بغلان ولایت ته سفر کړی.
د دې سفر په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند د بغلان د کرنې په ریاست کې له یو شمېر بزګرانو او د کرنیزو تخمونو د تولید د شرکتونو له مسولینو سره لیدنه کړې.
ملا اغاجان اخوند له بزګرانو سره په لیدنه کې ویلي؛ په اسلامي امارت کې تبعیض ځای نه لري، زموږ بنسټیزه موخه د خلکو خدمت دی، زموږ اصلي موخه د کرنې او مالدارۍ له لارې اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.
د بغلان د کرنې رییس مولوي رحیم الله احدي ویلي؛ سږ کال د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ډېرې ځمکې ویجاړې شوې، کروندګر مرستې ته جدي اړتیا لري.
نوموړي همداراز د محصولاتو د زېرمه کولو لپاره د معیاري سړې خونې او د کیمیاوي سرې او د غنمو او وریجو د اصلاح شویو تخمونو وېش غوښتنه کړې.
دغهراز د یاد ولایت بزګرانو ویلي؛ د اوبو لګولو کانالونه ډک دي او پاکولو ته اړتیا لري، د اقلیم بدلون پر بڼوالو اغېز کړی دی او بڼوال یې زیانمن کړي دي، متخصصین باید ورته د حل لاره ومومي او د غنمو اصلاح شوي تخمونه دې پر وخت ووېشل شي.
په همدې حال کې په بغلان ولايت کې د کرنیزو تخمونو د يوه شرکت مسول ویلي؛ د کرنیزو تخمونو د توليد لپاره د غنمو تر کښت لاندې سیمه لږه ده، شرکتونو ته باید د قوشتیپې په کانال کې ځمکه ځانګړې شي او د کرنیز بانک پورونه ورکړل شي.

