د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ د ریاست الوزرا د لارښوونې پر بنسټ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګه پرانېستل شوه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک لوی رییس مولوي حسین احمد مدني په مشرۍ یوه پلاوي ننګرهار ولایت ته پهخپل سفر کې د دې ولایت له والي ملا محمد نعیم اخوند سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څانګې د پرانېستلو پر اهمیت، د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست پر فعالیتونو او راتلونکو پلانونو بحثونه خبرې کړي دي.
همداراز د ننګرهار والي په دې لیدنه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
له ناستې وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي، د ننګرهار ولایت والي په ملتیا تورخم ښارګوټي ته سفر کړی او هلته یې بهرنیو وګړو ته د کار جواز د وېش څانګه پرانېسته.
د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت غواړي د هېواد په هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې د بهرنیو وګړو د کار قانوني کولو، د ملي عوایدو د فرار څخه د مخنیوي او بهرنیو وګړو ته د کارجوازونو د وېش په برخه کې د سهولتونو د رامنځته کېدو په موخه د ریاست الوزرا د لارښوونې پر بنسټ خپل دفترونه پرانیزي.

