پوهنې وزارت وايي؛ مولوي حبیب الله اغا د یو شمېر کارپوهانو په ملتیا، د ښوونیز وضعیت ارزونې په موخه، میدان وردګ ولایت ته رسمي سفر کړی.
په پیل کې د پوهنې وزیر د میدان وردګ له پوهنې رییس او مشرتابه سره تر لیدنې او یاد ولایت ته د خپل سفر د موخو له بیانولو وروسته، په هغه غونډه کې ګډون کړی، چې پکې د پوهنې ریاست مسولینو، امرینو، مدیرانو او ښوونکو ګډون کړی وو.
همدارنګه د میدان وردګ ولایت پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت، د پوهنې وزیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د پوهنې ریاست د کړنو او لاسته راوړنو راپور یې ورسره شریک کړی دی.
ورپسې د پوهنې وزیر د یاد ولایت جلریز ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د نعمانیه او سلمان فارسي له دارالعلومونو څخه د لیدنې ترڅنګ، د دې ولایت او بي بي عایشه صدیقه رضی الله عنها ښوونځيو څخه لیدنه کړې او همداراز یې د یو ښوونیز بنسټ احاطوي دېوال چې درې میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی و، پرانیست.
دغه راز نوموړي د جلریز ولسوالۍ په ذیولایت لېسه کې د پوهنې سیمه ییزو مسولینو او زده کوونکو ته ویلي، پوهنې وزارت د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو کیفیت او پراختیا ته هم جدي پاملرنه کوي.
د پوهنې وزیر د ښوونیز بنسټونو زده کوونکو ته په خطاب کې زیاته کړې، تاسو د هېواد د راتلونکي معماران یاست، دا هېواد په تاسې جوړېږي، په تاسو لازمه ده، چې مسول واوسئ او د خلکو او وطن په وړاندې خپل مسولیتونه په لاښه توګه او مهربانۍ سره سرته ورسوئ.
نوموړي څرګنده کړې، زموږ ښوونکو او مدرسینو ته هم لازمه ده، چې د زده کړې په برخه کې د هېواد بچیان په اسلامي روحیه وروزي او په دې لاره کې هر ډول هڅې ونه سپموي.
ورپسې استادانو، علماوو او د خلکو استازو د یو شمېر وړاندیزونو د وړاندې کولو په ترڅ کې، د پوهنې وزارت د پروګرامونو او پلانونو د عملي کولو او د ښوونیز بهیر د ودې په برخه کې، مشرتابه ته له خپل لوري ملاتړ څرګند کړی دی.

