د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه تړانګه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۸۱۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۴ زره او ۲۹۱ نور ټپیان شوي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳ فلسطینیان شهیدان او ۶۷ نور ټپیان شوي دي.
غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه لا هم دوام لري او هېڅ سیمه خوندي نه ده. په دې بریدونو کې هره ورځ لسګونه فلسطینیان ژوند بایلي او قرباني کېږي.
د دې تر څنګ تېره یکشنبه(د وري ۱۱مه) اسرائیلو کې لسګونه زره کسانو د صهیونیستي رژیم پر ضد لاریونونو کې د بندیانو د خلاصون او غزه کې د اوربند غوښتنه کړې وه.
د دې لاریونونو په ترڅ کې عمومي کاربندیز هم اعلان شو او ګڼو بنسټونو یې ملاتړ وکړ.
یادو لاریونوالو نتانیاهو وژونکی بللی او ویلي یې دي، چې نوموړی د یرغمل شویو په خوندي راستنولو کې پاتې راغلی دی.
د دې لاریونونو او کورنیو او نړیوالو فشارونو له امله بنیامین نتانیاهو بښنه غوښتې ده.
د امريکا ولسمشر جو بايډن هم د دوشنبې په ورځ ویلي، چې غزه کې د بندیانو د خلاصون لپاره وروستۍ هوکړه کېدونکې ده، خو د اسرائیلو لومړی وزیر یې د وروستي کېدو لپاره کاپي هڅې نه کوي.
غزه کې د اوربند هڅې تل له خنډ او ځنډ سره مخ شوې او د منځګړو لورو تر منځ خبرې بېپایله پای ته رسېدلې دي.
تازه حماس ویلي، چې نتانیاهو د یوه نوي شرط په وړاندې کولو سره د هوکړې مخه ډب کړې.
د اسرائیلو لومړی وزیر د غزې او مصر تر منځ د فيلادلفيا يا صلاح الدين په لاره د کنټرول غوښتنه کوي، چې حماس ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.
ياده لاره د غزې او مصر تر منځ د پولې په اوږدو کې ستراتيژيک اهميت لري.

