د راپورونو لهمخې د اوکراین په ختیځ کې پر پولتاوا ښار د روسي ځواکونو له لوري توغندیز برید شوی، چې ۵۱ کسان پکې وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان دي. ځینې کسان تر ودانیو هم لاندې شوي دي.
د دې هېواد په لوېدیځ لېوف ښار کې هم تازه بریدونه شوي، چې لږ تر لږه دوه کسان پکې وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپیان دي.
د اوکراین ولسمشر ویلي، چې ټولو زیانمنو ته اړینې مرستې رسېدلې او زموږ د معلوماتو له مخې لا هم ځینې کسان په نړیدلو ودانیو کې بند پاتې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د خلکو د ژغورنې لپاره ټول اړین کارونه شوي دي.
تر اوسه ۲۵ کسان ژغورل شوي، چې ۱۱ یې تر ویجاړو ودانیو لاندې ایسار وو.
د راپورونو پر اساس، په پولتاوا ښار کې درې ورځنی ماتم اعلان شوی.
ویل کېږي، په دې هوايي برید کې دوه بالستیکي توغندي کارول شوي دي.

